برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د قرنطین پر مهال له کرایې اخیستنې څخه ډډه

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی کابل والي محمد یعقوب حیدري د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې افغانستان د کرونا ویروس له امله په ښه حالت کې نه دی، او له همدې امله یې د کورونو او هټیو له مالکانو وغوښتل چې د قرنطین پر مهال دې له کرایې اخیستنې ډډه وکړي
د کابل والي د خبرو پر مهال وویل چې اوس لپاره یې دا موضوع یوازې د غوښتنې په توګه مطرح کړې، خو د نوموړي په خبره که راتلونکې کې دا پرېکړه د کورنو او هټیو د مالکانو له لوري مراعت نه شي، د قانون په چوکات کې به ورسره چلند وشي
هغه همداراز وویل چې د کرونا ویروس له امله هغه کسان چې د قرنطین پرمهال خپل مالي عاید له لاسه ورکوي، د قانون له مخې مجبور نه دي چې کرایه ورکړي
دا په داسې حال کې ده چې د روژې میاشتې په پیلېدو سره کابل ښار کې د کرونا ویروس له امله ګرځبندیز جدي نیول کېږي، او د خلکو په تګ راتګ تر پخوا هم ډېر بندیز لګول کېږي
کورنیو چارو وزارت تېره ورځ خبرداری ورکړ، چې تر دې وروسته به ګرځبنديز په جدي توګه پلې کېږي، او له اړتیا پرته به کابل کې خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
اوس مهال ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له زرو هم اوښتی، او دې هرې ورځې په تېرېدو سره په کرونا ویروس د اخته ناروغانو شمېر کې ډېروالی رامنځته کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي