برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فوټبال ١٦ کلنه ملي لوبډله قطر ته ولاړه

آریانانیوز: د فوټبال ١٦ کلنه ملي لوبډله د اسيايي جام سياليو لپاره د تمريناتو په موخه قطر ته ولاړه.


د دې لوبډلې مشر روزونکي هادي کاظمي د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى به په قطر کې د اسيايي جام سياليو لپاره تمرينات ترسره کړي.
هغه زياته کړه، د دې تر څنګ به هلته ځينې تمريناتي او دوستانه سيالۍ هم وکړي او بيا به په اسيايي جام کې د ګډون لپاره ماليزيا ته ولاړ شي.
د کاظمي په وينا، دوى له سياليو درې ورځې مخکې ماليزيا ته رسېږي او هلته به هم تمريناتي او دوستانه لوبې ترسره شي.
دى وايي، دا سيالۍ چې د وږي په ٣١مه پيلېږي، افغانستان په دال ګروپ کې له عراق، سوېلي کوريا او استراليا سره لوبې کوي.
د ١٦کلنې لوبډلې مشر روزونکي هادي کاظمي وايي چې دوى په کابل کې هم ددغو سياليو لپاره ډېر تمرينات کړي او له بشپړ چمتووالي سره روان شوي دي.
هغه هيله څرګنده کړه چې دوى به د دغو سياليو په څلورو غوره لوبډلو کې ځاى موندلو سره اسيايي جام ته لاره پيدا کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي