برخه -څانګه : afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فاریاب ولایتي شورا د یوه غړي دوه خپلوان وژل شوي

د فاریاب ولایتي شورا د یوه غړي دوه خپلوان چې د ترور او ماما زامن یې کېدل، د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ په بازار کې د نا مسوولو وسله والو له خوا وژل شوي دي.



په فاریاب کې د ملي پولیسو یوه منسوب چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د غويي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۱۸ او ۱۹ کلونو په عمر دوه ځوانان چې د موټرو مستريان وو، د قیصار ولسوالۍ د بازار په څنډه کې د نا مسوولو وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوي دي.
دغه سرچینه وايي چې وژل شوي سید صبغت الله او سید حسن د فاریاب ولایتي شورا د یوه غړي سید عبدالباقي هاشمي خپلوان کېږي.
د هغه خبره، دغه دوه ځوانان هغه مهال ووژل شول چې پرون ماښام له کاره د کور پر لور روان وو.
هغه زیاته کړه چې یاد کسان د دوو موټرسایکل سپرو له خوا د لارې په اوږدو کې درول شوي او بیا وژل شوي دي.
سرچینې وویل چې قاتلین معلوم خلک دي، مخکې هم د موټرو د غلا په تور نیول شوي وو.
هغه زیاته کړه: ((غلو یو له وژل شوو او د هغه ورور، د یوه غلا شوي موټر د راز په افشا کې چې دوی ته یې د رویت د بدلون لپاره ور وستلی و، ملامت بللي وو او همېشه به یې پر مرګ ګواښل.))
د فاریاب ولایتي شورا غړی سید عبدالباقي هاشمي وايي چې وژل شوي یې یو د ترور او بل د ماما زامن دي.
هغه وویل چې وژونکي غله او متکرر مجرمین دي، څو ځلې نیول شوي او بیا د سیمې د ځینو مشرانو په منځګړتوب خوشي شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي