برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غزنی په ولایت کې د۳ امریکایی پوځیان او۷ افغان کمانډعسکردوژل کیدوادعا

آریانانیوز: دیوراپور په اساس دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا… مجاهد مدعی شوی .بیګا د غزنی ولایت ده یک ولسوالۍ په تاسنګ سیمه کې امریکایی اشغالګرو اوافغان عسکرو چاپه ووهله چې دطالبانو له سخت ځواب سره مخامخ شوه او په نتیجې کې ئې درې امریکائی عسکر او اوه افغان کمانډوی عسکر ووژل شول
هغه ووئیل په دغو عملیاتو کې پنځه طالبان هم ووژل شول
مجاهدد وویل طالبان د مخکینیو اطلاعاتو په اساس په کمین کې تیار وو ، چې امریکائی عسکرو ته ئې دغه مرګ ژوبلې واړولې او پاتې ګډ عسکر هم په شاشول .
دطالبانو دغه ویندوی زیاته کړې امریکائی نیواکګرو د دغو مرګ ژوبلو دغچ ا خستنې په موخې سره دسمیې پر بیلابیلو کلو بمبارۍ وکړې چې له امله ئې دسیمې څلور جوماتونه او په لسګونو کورونه هم تباه شوی او پنځه کلیوال هم وژل شوی دی .
هغه دغه راز وئیلی دی ،همداراز بیګا امریکایی نیواکګرو د ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ چکنور سیمه کې هم په ملکی کورونو او دوکانونو چاپه وهلې، د خلکو د کورونو دروازې یې ماتې کړې، له کورونو څخه یې قیمتې توکی وړی، دوه کورونه او یو درملتون یې هم په بشپړ ډول تباه کړی او دغه راز ، ۲ تنه عام کلیوال یې وژلی دی

شریک یي کړئ!