برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غزني په نورالمدارس مدرسه باندی دامریکایانو چاپه

آریانانیوز: له غزني ولایت څخه راپورونه وایي چې تېره شپه ګډو ځواکونو د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې په مشهوره مدرسه نورالمدارس الفاروقیه باندې چاپه وهلې او د مدرسې ۴۵ طالب العلمان یې له ځان سره وړي دي.


د مدرسې دمسؤلینو په وینا په دې چاپه کې خارجي او داخلي ځواکونو دمدرسې اطاقونو او درسي صنفونو ته هم زیان رسولی دی،د مدرسې او دیني کتابونو حرمت یې پایمال کړی او وروسته یې ۴۵ تنه طالبان چې ټول په تعلیم بوخت درسي طالبان وو له ځان سره یي وړي دي.
نورالمدارس مدرسه چې د حضرت صاحب په مدرسه هم شهرت لري شاوخوا اتیا کاله وړاندې یې بنسټ د افغانستان د خپلواکۍ مبارز او لوی عالم نورالمشائخ فضل عمر مجددي ایښی و او د هیواد په سطحه یوه له مشهورو او تاثیرګذارو مدارسو څخه شمیرل کیږي.
دغه مدرسه چې په افغانستان د امریکایانو له برید وروسته بنده شوه، شپږ کاله وړاندې یو ځل بیا د حامدکرزي له حکومت څخه د امنیتي تضمین په اخیستلو پرانیستل شوه. په مدرسه کې تر دوولسم صنف پورې دیني علوم لوستل کیږي، دغه راز د احادیثو لویه دوره او د قرانکریم حفظ هم په کې ترسره کیږي چې هر کال لسګونه تنه عالمان او حافظان فارغوي.
د نور المدارس مدرسه د عامو خلکو په چندو او مرستو چلیږي او له هیڅ سیاسي جهت سره تړاو نلري. تر اوسه معلومه نه ده چې امریکایانو او داخلي ځانګړو ځواکونه ولې په دې مدرسه بریدکړی او زیان یي ور اړولی دی.
د غزني له اندړو ولسوالۍ څخه یو بل خبر وایي چې همدا تیره شپه د دې ولسوالۍ د کمال خیلو په بازار هم ګډو ځواکونو چاپه وهلې، د بازار درې تنه پیره داران یي وژلي، یو له تجارتي توکو بار لوی موټر یي سوځولی، له دوکانو څخه یي قیمتي اموال لوټ کړي او څو تنه ولسي وګړي یې هم له ځان سره وړي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د امریکایي او داخلي عسکرو لخوا دغه ډول بریدونه زیات شوي دي چې تر ډیره په کې ملکي خلکو او عامه تاسیساتو ته زیان اوړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي