برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د عدلیې سرپرست وزیر: موږ به په راتلونکې کې اروپا او امریکا تحریم کړو

د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر د اروپايي ټولنې له خوا د خپل ځان په ګډون د درېیو حکومتي چارواکو د تحریمونو په اړه غبرګون وښود.


د عدلیې وزارت سرپرست په کابل پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال د اروپايي ټولنې له خوا د خپل ځان په ګډون پر درېیو دولتي چارواکو د اروپايي ټولنې د بندیزونو په غبرګون کې وویل، هغه وخت به راشي چې د دې ډلې حکومت پر نورو بندیزونه ولګول شي.

عبدالحکيم شرعي په افغانستان کې حاکم نظام “قوي او بې ساري” وباله او زياته يې کړه، چې هرکله چې دغه نظام سقوط وکړي، له دننه څخه سقوط کوي.

شرعي زیاته کړه که موږ او تاسو یو شو او دې نظام تر څنګه ودریږو، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې که دوی نن پر موږ بندیزونه لګوي، نو هغه ورځ به راځي چې موږ به پرې بندیزونه لګوو.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې پر یو شمېر طالب چارواکو د نویو بندیزونو د لګولو اعلان کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي