برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو په چاپه کې اوه اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته نیژدې په ناوه ولسوالۍ کې تېره شپه طالبانو د محلي پولیسو (اربکیانو) پر یوې پوستې چاپه اچولې چې له امله یې د ځايي چارواکو په وینا ۳ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د ټولنیزي شورا مشر حاجي عتیق الله رسنیو ته تایید کړې چې تېره شپه د عینک په سیمه کې د «قاسم ماما» پر امنیتي پوستې برید وشو چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.
د ناوه ولسوالي چې تېر کال دولتي ځواکونو د طالبانو څخه بیرته ونیوله، یو ځل بیا د جګړو په مرکز بدله شوې، تېره ورځ طالبانو وویل چې د سرخدوز او تریخ زابر په سیمو کې يې د اربکیانو او پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې ۱۵ تنه دولتي عسکر ووژل شول او ۱۶ تنه یې نور ټپيان شول.
د یادونې وړ ده چې د جګړې په ډګر کې دواړه لوري يو بل ته د درنو تلفاتو اړولو خبرونه ورکوي خو دغو خبرونو ته تر هغو د شک په سترګه کتل کیږي، تر څو چې يې دریم اړخ تایید نه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي