برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سیګار د رپوټ په اړه څېړنې

آریانانیوز: د دفاع وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي‌ سرمفتش د دفتر «سیګار» وروستی رپوټ لوستلی، خو وايي، دا چې په دې رپوټ کې څه ویل شوي حقیقت لري او کنه څېړنې کوي.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیاروغونې لپاره د امریکا سرمفتش «سیګار» ادارې ویلي چې د امریکا د پوځي انجنیرۍ قول اردو د عملیاتو او د پوځي وسایطو او وسایلو د ساتنې قرارداد چې یو میلیون امریکايي ډالر ارزښت یې لاره د دغه قرارداد د بیا کتنې برمهال سیګار موندلې چې د افغان ځواکو پرسونل، له قراردادیانو څخه د هغوی شخصي وسایل اخیستي دي.
د دفاع وزارت ویاند قیس منګل د سې شنبې په ورځ د «کب پر ۲۸مه» امریکا غږ ته وویل چې دفاع وزارت به تر څېړونو وروسته خپل نظر په دې اړه څرګند کړي.
ښاغلي منګل زیاته کړه:”رپوټ موږ لوستلی،د هغه په هکله موږ خپل ټېم لېږلی دی، چې خپل تحقیقات وکړي، موضوعات ټول راټول کړي بیا به موږ خپل غبرګون ورکوو، چې دا خبر څومره حقیقت لري، چې تحقیقات وشي، چې څېړونکی ټېم په دې اړه خپل راپور موږ ته راکړي وروسته به یې موږ له رسنیو سره شریک کړو.”
سیګار همدارنګه ویلي چې د افغان ځواکونو پرسونل له یادو قراردادیانو سره ناوړه چلند کړی او د ۷۸۰۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت یې د هغوی شخصي وسایل له قراردادیانو څخه اخیستي دي.
سیګار پخپل راپور کې ویلي، چې امریکايي ځواکونو ۳۲۲۵،۰۰ امریکايي ډالر یوه قرادادي ته د هغه د وسایلو د تاوان د جبران په ډول وکړي خو د یو بل قول اردو قرادادي چې د۴۵۴،۹۰۰ په ارزښت وسایل یې ورڅخه اخیستل شوي امریکايي ځواکونو یې د تاوان ورکولو په اړه ارزونه نه ده کړې.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې«سیګار» رپوټ وايي، افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو په پرله پسې ډول له پوځي اډو نه د وسایلو غلا کړې او د قرادادیانو له مامورینو سره یې ناوړه چلند کړی او د رپوټونو له‌مخې هغوی یې ګواښلي دي.
سیګار پخپل راپور کې ویلی چې د ۲۰۱۳ مېلادي کال تر نومبر میاشت پورې په دې اړه ۲۹۶ جدي راپورونه امریکايي ځواکونو ته ورسېدلي چې ۷۱ یې د سپکاوي ناسم چلند ګواښونو او وسایلو اخیستلو په اړه وه.

شریک یي کړئ!