برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم د سولې له مشورتي جرګې څخه دپریکون اعلان

آریانانیوز: د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند حنیف اتمر او د ملي امنیت شورا پخوانی سلا کار وایي، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې به د سولې او اعتدال ټیم په استازولي هیڅوک هم ګډون ونکړي.


ښاغلي اتمر د یوې اعلامیې په خپرولو سره په مشورتي لویه جرګه کې نه ګډون او له دغې جرګې څخه د پریکون خبر ورکړی دی.
د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم په اعلامیه کې راغلي،” د څو اونیو په تېریدو سره د لویې جرګې د ترسره کیدو چارې د ولسمشرۍ مانۍ د ټیم له لوري په بشپړه سفارشي، نا رڼه او یو اړخیزه توګه پر مخ وړلې کیږي، تر دې دمه د دې جرګې د بې پرېتوب او واقعي موخو په اړه وضاحت نه لیدل کیږي. د دغې جرګې د بې پرې والې او خپلواکۍ په اړه مونږ ته هیڅ ډاډ نه دی راکړل شوي”.
اعلامیه زیاتوي،” په دغسې یوه وضعیت کې چې د سولې مشورتي لویي جرګې تر نوم لاندې، د مطرح سیاسي ډلو، د ملي او ولسي خوځښتونو له سلا او مشورې پرته جرګه جوړیږي، یوه واقعي او بې پرې جرګه نشي ګڼل کیدای، ځکه لویې جرګې ته مشورتي اصل مشروعیت ورکوي چې ګټورې پایلې ترې تر لاسه کیږي”.
ښاغلي اتمر ویلي چې د سولې او اعتدال ټیم پر خپلې مخکنۍ اعلامیه ټینګار کوي او دغه جوړیدونکي جرګه بې ګټې، د سولې پروسې د وخت ضایع کونکې او یو غیر قانوني ټاکنیز کمپاین بولي.
تر دې وړاندې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم هم ویلي وو چې د دغې جرګې د ترسره کیدو په اړه مشوره ورسره نه ده شوې نو په دې توګه یې له دې جرګې سره د پریکون اونه ګډون خبر ورکړ.
ټاکل شوې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د روان کال د ثور په ۹ مه په کابل کې جوړه شي چې له ټول هېواده به پکې ۲۵۰۰ تنه د خلکو استازي ګډون وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي