برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د روسیې د ملي امنیت سلاکار: امریکا او لویدیځ افغانستان ته د اوښتو زیانونو مسوول دي

آریانانیوز: د روسيې د ملي امنيت سلاکار وايي، امريکا او لوېديځ بايد د افغانستان بيارغونه پيل کړي.


د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف په یوه تازه بیان کې ویلي چې امریکا او لویدیځ د افغانستان د زیانونو مسوول دي او باید د افغانستان د بیارغونې کار پیل کړي، د دې پر ځای چې په دې هېواد کې د وضعیت د خرابېدو په اړه لا هم فکر وکړي.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار په تاجکستان کې په وروستۍ امنیتي غونډه کې وویل چې لویدیځ او امریکا له افغانستانه د خپلو بې شرمانه وتلو سره سره لا هم د دغه هېواد د وضعیت د خرابولو په لټه کې دي او زیاته یې کړه , موږ په دې باور يو، چې لويديځ له هر څه وروسته چې په افغان خاوره کې ترسره کړي، دا حق نه لري، چې هلته خپلو جيو پوليټيکي لوبو ته دوام ورکړي. په ورته وخت کې امریکا او متحدین یې لکه څنګه چې افغانستان ته یې تر ټولو زیات زیان رسولی، باید د دغه هېواد د بیارغونې لوی کارونه هم ترسره کړي.

پاتروشیف دا هم وویل چې لویدیځ د دې پر ځای چې د ملګرو ملتونو تر کنټرول لاندې بشري اړتیاوو ته یې ولېږدوي، د افغانستان شتمنۍ په غیر قانوني توګه کنګل کړې دي. د امریکا په بانکونو کې د افغانستان د نیمایي شتمنیو د کنګل کولو او ساتلو په اړه د واشنګټن پریکړه چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو خپلوانو ته تاوان ورکړي په دې کې لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، افغان ولس هیڅ ډول دخیل نه دی، یوه خود غرضه پریکړه ده.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه باید د افغانستان د بیارغونې لپاره د بېلابېلو هېوادونو د هڅو اصلي همغږي کوونکي وي او د افغانستان په اړه د اړوندو نړیوالو هڅو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

نیکولای پاتروشیف دا څرګندونې د تاجکستان په وروستۍ امنیتي غونډه کې وکړې.

 

 

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي