برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د روسیې د امنیت شورا منشي: امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې لګښتونه په غاړه واخلي

آریانانیوز: د روسیې د امنیت شورا سرمنشي په دوشنبې کې د افغانستان د مسئلې په اړه د څلور اړخیزو مشورو په څلورم پړاو کې وویل: متحده ایالات او متحدین یې په افغانستان کې د ستر زیان اصلي عامل دي او باید د بیارغونې لګښتونه یې ورکړي.


نیکولاس پاتروشیف وویل: موږ باوري یو چې لويديځ له هر څه وروسته چې په افغان خاوره يې کړي، هيڅ حق نه لري چې خپلې جيوپوليټيکي لوبې ته دوام ورکړي. همدا راز امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د پام وړ زیانونو اصلي عامل دي، نو د دې هېواد د بیارغونې لګښت هم باید په غاړه واخلي.

د روسیې د ملي امنیت شورا سرمنشي همداراز یادونه وکړه چې د افغانستان په خاوره کې له ترهګرۍ سره مبارزه د دغې لومړنۍ سرچینې له منځه وړلو پرته ممکنه نه ده چې یوه یې په هېواد کې دننه او بهر د ناقانونه وسلو اکمالات دي.

پاتروشیف دا هم وویل چې که په دغه هېواد کې وضعیت د خرابېدو په حال کې وي، ښايي له افغانستان څخه د کډوالو د راتګ کچه لوړه شي.

د روسیې د ملي امنیت چارواکي وايي، په افغانستان کې د خوراکي توکو بحران لاپسې خرابېدای شي، چې د دغه هېواد ۹۵ سلنه وګړي اوس مهال د غذايي موادو له کمښت سره مخ دي او شاوخوا ۵۵ سلنه وږي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ وروستۍ شمېرې ښيي چې اوسمهال شاوخوا ۳.۴ میلیونه افغانان بې ځایه شوي دي.

بايد يادونه وشي چې واک ته د طالبانو راتګ يوازې د افغانانو د وتلو لامل نه دی. نړیوالو بندیزونو او تر ټولو مهم، په متحده ایالاتو کې د افغانانو د شتمنیو قبضې د یو داسې هیواد اقتصاد ته جدي زیان رسولی دی چې ټول زیربناوې یې د امریکا د ۲۰ کلن پوځي اشغال په ترڅ کې ویجاړې شوې وې.

په داسې حالت کې ډېری افغانان له بې وزلۍ او لوږې څخه د خلاصون لپاره له هجرت پرته بله چاره نه لري.

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي