برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د روسیې استازي په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د ګواښ په اړه اندیښنه څرګنده کړه

آریانانیوز: په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال په افغانستان کې د داعش حضور د ګاونډیو هېوادونو لپاره جدي ګواښ وباله.


په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال دیمیتري پالینسکي ویلي، په افغانستان کې د داعش حضور د ګاونډیو هېوادونو لپاره جدي ګواښ دی.

پالینسکي وویل، په افغانستان کې، داعش په هېواد کې د بې ثباتۍ یو له اصلي لاملونو څخه دی. د ایډیالوژیکي فعالیتونو خپرول او د معلوماتي او مخابراتي ټیکنالوژۍ په کارولو سره تبلیغات او استخدام یو بل خطر دی.

هغه زیاته کړه: مونږ په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د یو جدی ګواښ په سترګه ګورو.

د دې ډیپلوماټ په وینا، د بریدونو او ځانمرګو په شمېر کې زیاتوالی ښيي چې دا ډله ډېرې بشري سرچینې لري.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، داعش په څو ولایتونو کې ګڼ ترهګریز عملیات ترسره کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي