برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د روسي سرتیرو لېږول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس روسیې هغه راپورونه رد کړل چې که افغانستان وغواړی دوی چمتو دي، دغه هېواد ته خپل ځواکونه ولېږي
د روسیې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو د ضمیرکابلوف له قوله لیکلي، چې د اړتیا پر مهال به روسیه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغانستان ته ځواکونه ولېږي
خبرپاڼه وايي، کابلوف دغه ډول څرګندونې نه دي کړې او نه هم د روسیې د حکومت په پلانونو کې دغه ډول څه شته دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، روسیه په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي او له دې پروسې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
د یادونې وړ ده، څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې کابلوف ویلي، که افغانستان وغواړي کولی شو خپل سرتېري ور ولېږو.
د رسنیو د راپورونو پر اساس کابلوف دغه څرګندونې د مارچ په درېیمه نېټه د روسیې د فدرالي خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې کړې وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي