برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

کابلوف: موږ طالبان په رسمیت نه پیژنو

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، هېواد یې څو ځلې په بېلابېلو کچو ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو خبرې نه کوي او ټینګار یې وکړ چې مسکو لا هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو پرېکړه نه ده کړې.


کابلوف وویل چې په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی او پر دې موضوع څو څو ځله په هره ممکنه کچه خبرې شوې دي.

روسیه یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تل یې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د روسیې استازي دا هم ویلي، چې مسکو او واشنګټن د افغانستان په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي کړي.

کابلوف همداراز څرګنده کړه: روسیه به د افغانستان په اړه له چین، ایران او پاکستان سره خپلو مشورو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي