برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امريکا او طالبانو هوکړه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانګړي استازي ضمير کابلوف د امريکا او طالبانو ترمنځ شوي تړون ته خوشبيني ښودلې او وايي، چې دې سره به خپلمنځي خبرو ته زمينه برابره شي
ښاغلي کابلوف زياته کړې، چې دا تړون د افغانستان روښانه راتلونکي پر لور لومړنی ګام دی او هيله يې ښکاره کړې، چې دې سره به د افغانستان روانه جګړه ختمه او ملي روغه جوړه رامنځته شي
د کابلوف په وينا د افغانستان سوله او ثبات د روسيې او ټولې سيمې لپاره اړين دی او دا هغه وخت شونې ده، چې افغانان په خپلو کې يووالی ولري او خپلواکه واحد حکومت په هېواد کې حاکم وي
ضمير کابلوف ويلي، د داعش او نورو بهرنيو ډلو پر خلاف مبارزې لپاره د قوي مرکزي حکومت اړتيا ده او هېواد به يې د افغانستان راتلونکي حکومت سره ښې اړيکې ولري
ښاغلي کابلوف دا څرګندونې په داسې حال کې، چې تېره ورځ د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې اوږدمهالي جګړې د پای ته رسولو تړون وشو، چې له مخې به ټول بهرني پوځيان په څوارلس مياشتو کې له افغانستانه وځي، امريکا به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د افغانستان له راتلونکي نظام به سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ!