برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د رشید دوستم دمرستیال خوشی کیدا

آریانانیوز: د ولسمشراشرف غنی د لومړی(۱) مرستیال رشید دوستم ددفتر مشر «عنایت بابر فرهمند» له زندان څخه د جنبش ملی اسلامی مشر رشید دوستم ته د اړونده ولسی پاڅون دیوه(۱) قومندان نظام الدین قیصاری د خوشی کیدا خبر ورکړ.


فرهمند وویل د افغانستان په فاریاب ولایت کښې د جنش ملی اسلامی د مشر جنرال دوستم ځانګړی مرستیال نظام الدین قیصاری چې څو میاشتو مخکې امنیتی ځواکونو نیولی وو اوس له زندان څخه خوشی شوی دی.
دافغانستان امنیتی چارواکو تراوسه په دې اړه چې نظام الدین قیصاری تر کومو شرایطو لاندې له زندان څخه خوشی کړی شوی دی څه نه دی ویلی .
خو دافغانستان د لوی څارنوال ویاند« جمشید رسولی» ویلی وو نظام الدین قیصاری په هغه د لګیدلیو تورنو تر کاملې څیړنې پورې د ضمانت د وړاندې کولو په شرط له زندان څخه خوشی کیږی.
رسولی ټینګار کړی وو نظام الدین قیصاری له مشروطه خوشی کیدا وروسته له هیواد څخه بهر نشی تللی او په فاریاب ولایت کښې د ځایی پولیسو د قومندان په توګه فعالیت هم نشی کولای.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي