برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د رشوت اخیستو په جرم نیول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د زندانونو چارو د سمون اداره وایي، کابل کې یې د پلچرخي زندان دوه کارکوونکي د رشوت اخیستو په جرم نیولي دي
دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو کسانو د یوه بندي له کورنۍ پرون په دې چل ۲۰ زره افغانۍ اخیستې وې چې زنداني کس به‌یې ازادوي
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي
شااوخوا میاشت وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوه ځانګړي فرمان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د ۱۰ زره زندانیانو د خوشې کېدو خبره وکړه
دغه فرمان کې د طالب زندانیانو مسئله نه‌وه شامله، له دې وړاندې یو شمېر زندانیانو ازادي راډیو ته ویلي، د بخښنې فرمانونه عادلانه نه‌پلي کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي