برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د رایه ورکوونکي د ګوتې پریکون ادعا

آریانانیوز: وروسته له هغه چې تیره ورځ په هلمند ولایت کې یو تن ادعا وکړه چې طالبانو یې د رایې ورکولو په تور ګوته پرې کړې، طالبانو دغه ادعا رد کړه.


د حفیظ الله په نامه دغه کس تیره ورځ رسنیو ته ویلي وو چې په هلمند ولایت کې یې رایه کارولې وه او ګوته یې توره کړې وه چې له هغې وروسته کندهار ولایت ته په لاره و چې طالبانو ونیو او ګوته یې ترې پرې کړه.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د نوموړي ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې د هغه کس ادعا چې په انتخاباتو کې د ګډون له امله ګواکې طالبانو ترې ګوته غوڅه کړې ده، کوم حقیقت نلري او موږ یې په کلکه ردوو او وایو چي دا کار مجاهدینو ندی کړی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د ټاکنو په پروسه کې په نه ګډون په ولس غږ کړی و تر څو په ټاکنو کې برخه وانخلي او دا ټاکنې یې جعلي او پروژه یي بللې وې او ټاکنو په ورځ یې په ټاکنیزو هدفونو ګڼ بریدونه وکړل او د ټاکنو کارمندان یې مړه او ټپیان کړل خو د نوموړي تن د ګوتې پرې کولو ادعا یې رد کړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي