برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د دیوزروڅلورسوه دولس  محلونو رایې ځانګړې پلټنې ته لېږل

آریانانیوز: د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په کابل کې د خبري ناستې پرمهال د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په تړاو د شکایتونو او اعتراضونو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه
د دغه کمیسیون له پرېکړې سره سم، د ۳ سوه زرو جنجالي رایو اړوند ۳۰۹ محلونه په استثنايي شکایتونو کې د شکمنو رایو په نوم او ۱۱۰۳ محلونه په استثنايي شکایتونو کې له وخت وروسته رایو په نوم ځانګړې پلټنې ته استول شوي دي
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرې زهرې بیان شینوارې ناستې ته په خبرو کې وویل چې د ۳۰۹ محلونو ۱ لکه ۳۷ زره او ۶۳۰ شکمنې رایې به ځانګړې پلټنې او تفتیش ته واستول شي
د دغې پرېکړې له مخې، که چېرې د دغو محلونو له ډلې ۶۵ سلنه د ځانګړې پلټنې په پایله کې «د بایومټریک معلوماتو»، «ژورنال» او «د ریزلټ شیټ پای» په څېر د ټاکنو ترسره کېدو ورځې معیارونه ولري، نو ټولې یو لک او ۳۷ زره او ۶۳۰ رایې معتبرې ګڼل کېږي
دغه راز، که چېرې د پلټل شویو محلونو د رایو ۳۵ سلنه یاد شوي معیارونه پوره نه کړي، ټول یو لک ۳۷ زره او ۶۳۰ رایې شکمنې ګڼل کېږي او ځانګړې پلټنې ته به واستول شي
د دغې پلټنې په لړ کې یې که یاد شوي درې معیارونه پوره کړل، معتبرې او که نه بې اعتباره یا باطلې ګڼل کېږي
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پرېکړې له مخې، د هغو ۱ لک ۲ زره او ۱۲ رایو له ډلې چې له ټاکلي وخت وروسته اچول شوې او په ۷ زره ۳۵۴ محلونو پورې اړه لري، ۱۵سلنه یې ځانګړې بیاشمېرنې ته استول کېږي. دغه شمېره چې په کې ۱ زر او ۱۰۳ محلونه شامل دي هم ځانګړې پلټنې ته ځي
د ياد کمیسیون د بې‌بایومټریک شویو رایو په اړه هم پرېکړه وکړه او ویې ویل چې د ۲ زره ۴۲۳ جنجالي محلونوله ډلې، ۲۹۸ محلونه بیا شمېرنې ته ځي او که چېرې معیارونه پوره نه کړي، باطل به اعلان شي
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ټاکنو کمیسیون له خوا هغه وضع شوی معیار رد کړ چې د ریزلټ شیټ فورمې او بایومټریکي معلوماتو ترمنځ توپیر په ډاګه کوي
دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون خپله پرېکړه د پلي کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستوله. له دغه پړاو وروسته به د ټاکنو خپلواک کمیسیون دغه پرېکړې تطبیقوي او په دې سره به د جمهوري ریاست د ټاکنو د وروستۍ پایلې اعلان ته لاره هواره شي
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پرېکړو له اعلان وروسته، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم غړي نوررحمان اخلاقي په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پرېکړه څرګندوي چې دویم پړاو ته د ټاکنو تلل حتمي دي
خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم غړیو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پرېکړو په اړه لا تبصره نه ده کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي