برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د دوستم پر موټریز کاروان چاودنه وشوه

آریانانیوز: دیوراپورله مخی کابل ښار کې د دوستم پر موټریز کاروان چاودنه وشوه.


د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د پېښې پخلی کړی او زیاتوي چاودنه وروسته له هغه وشوه، چې د جنرال دوستم موټریز کاروان له دې ځایه تېر شوی و.
دغه چاودنه د هوايي ډګر له څلورلارې سره چې امنیتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
جنرال دوستم له یو کال جلاوطنۍ وروسته، نن ماسپښين کابل ته راورسید.
د هغه الوتکه شاوخوا یو ساعت وړاندې په هوايي ډګر کې کېناسته د هرکلي لپاره يې د محمد محقق اوعطامحمد نور تر څګ د ولسي جرګې ځينې غړي او د هغه ګڼ پلویان د کابل هوايي ډګر ته ورغلي دي.
دوستم له محمد اشرف غني سره له خبرو اترو وروسته کابل ته راغلی، خو لا هم د دوی تر منځ د شوې معاملې کره جزییات نه دي رسنیز شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي