برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د دوستم هرکلي

آریانانیوز: د جنرال عبدالرشید دوستم د هرکلي لپاره د هغه ګڼ ټوپکوال له شمالي ولایتونو څخه د یو لښکر په شکل کابل ښار ته ننوتل.


دغه وسله وال چې له دولتي نقلیه وسایطو په استفادې پر ګڼو درنو او سپکو وسلو سنبال دي، دعوه کوي چې د خپل مشر هرکلي او د امنیت ساتنې لپاره کابل ته راغلي دي.
د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر مشر بابر فرهمند پرون له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دوستم به یکشنبه کابل ته راشي.
هغه څو ورځې وړاندې وویل چې د دوستم او ارګ تر منځ خبرې تر څلورو ورځو هم واوښتې او تمه ده چې ښې پایلې به ولري.
له هغه وروسته محمد اشرف غني هم په ارګ کې رسنیو ته وویل، دوستم به ډېر ژر کابل ته راشي.
د دوستم سلګونو پلویانو په شمال کې د ګڼو ولایتونو دفترونه وتړل او پراخو لاریونونو کې د دوستم راتګ او د نیول شوي ټوپکوال نظام الدین قیصاري خوشي کېدل غوښتل.
ځينو سرچینو دا هم ویلي چې د دوستم او ارګ تر منځ د معاملې له مخې قیصاري خوشي کړل شوی او د شیر پور په یوه مېلمستونو کې د دوستم د راتګ انتظار کوي.
د شنونکو په باور د حکومت او دوستم تر منځ پټه معامله دا اندېښنې پیاوړي کوي، چې حکومت د زورواکو د ځپلو وړتیا نه لري او ښايي دوستم ته ډېر امتیازات ورکړل شوي وي.
ارګ نه دي ویلي، چې دوستم سره يې جوړجاړی د کومې سودا له مخې شوی دی، خو لا هم د ایشچي د شوې قضيې له مخې د دوستم دوسیه نه ده څېړل شوې او نه يې هم محاکمه شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي