برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د دشت برچي پر سل بستریز روغتون د برید په اړه د بې پرې دڅېړنی غوښتنه

آریانانیور: درسنیوپه راپور طالبانو یوځل بیا د کابل په دشت برچي کې پر سل بستریز روغتون او د ننګرهار خیوه ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو ترسره شوي بریدونه غندلي او دا کار یې د «کابل ادارې» پورې د تړلو ملیشو کار بللی دی
په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې، د کابل او ننګرهار وروستي بریدونه وحشیانه یاد شوي او د غندلو ترڅنګ یې دا بریدونه د هغو کسانو کار بلل شوی، چې غواړي د بې دفاع انسانانو د وژلو له لارې خپلو «شومو» موخو ته ورسیږي
طالبانو دغه راز د «کابل ادارې» هغه «فوټوشاپ» عکسونه او هڅې هم غندلي چې ددوی په خبره په بریدونو کې د طالبانو د ښکیلتیا ښودلو او بدنامولو لپاره یې کارولي وو
د خبرپاڼې په ترڅ کې طالبانو د دشت برچي روغتون برید کې له وژل شوو بې دفاع خلکو سره د خواخوږۍ ښکاره کولو ترڅنګ ځینې نکتې په ډاګه کړي، چې ددوی په خبره په دغه برید د «کابل ادارې پورې تړلو ځینو کړیو» لخوا ترسره شوی دی
داچې د شت برچي پر سل بستریز روغتون خونړي برید او په هغه کې د تنکیو ماشومانو او ښځو وژل کېدو په ملي او بین المللي کچه پراخ غبرګونه راوپارول، مونږ هم د موضوع اهمیت په کتو د طالبانو هغه نکتې کټ مټ کتونکو ته را نقلوو چې ددې برید ترشا د پټو کسانو د ښکاره کولو هڅه یې کړې ده
«اسلامي امارت د کابل پيښه د لاندې دلائلو له مخې، مخامخ د کابل اداری پوری تړلو ځینو مغرضو کړیو کار بولي
د کابل د دشت برچې په سل بستریز روغتون کې په ۲۰۱۴ م کال کې د اسلامي امارت په هلوځلو او مکررو غوښتنو چې له نړیوالو او د بی سرحده ډاکټرانو له مؤسسې څخه يې کړې وې، د ښځو او ماشومانو لپاره یو کلینیک تأسیس او جوړ شو، نو آیا دا معقوله ده چې په همغه روغتون یا کلینیک باندې بیرته د امارت مجاهدین برید وکړي؟
په دغه روغتون کې هيڅ کوم نظامي هدف وجود نه درلود، نو څرنګه کیدلای شي چې یو مجاهد چې په اسلام پوهیږي او د بې ګناه انسانانو قتل ورته جرم ښکاري، په ښځو او حتی نوي زيږیدلو معصوم ماشومانو باندې ‌ډزې وکړي؟
د برید په لومړۍ وهله کې د کابل ادارې ویندویانو او نورو رسنیزو همکارانو او د ورځې په پای کې پخپله اشرف غني په پراخه او منظمه توګه پروپاګند پیل کړ او هڅه يې وکړه چې بې له کوم مسلکي تحقیق او دقت څخه دا برید په امارت پورې وتړي!!؟ له دې څخه ښکاري چې د برید ترشا د یادو مغرضو کړیو لاس وو او دا جنایت يې په ګډه مشوره د امارت د بدنامۍ لپاره طرحه او عملي کړی دی
د دشت برچي او د ننګرهار په جنازه کې له چاودنې څخه په افزاري استفاده د اسلامي امارت په ضد د تعرضي عملیاتو د پيل اعلان هم څرګندوي چې د کابل ادارې غوښتل د خپلې جنګ طلبې پالیسۍ د عملي کیدو لپاره باید اوبه خړې او کبان په کې ونیسي ترڅو دا ډول ناسنجیده اعلان ته زمینه مساعده کړي . له برید سره همهاله د کابل ادارې د بیلابیلو ارګانونو لخوا جعلي وآټساپ او مسنجر پيغامونه جوړیدل، جعلي غږیزکلپونه ترتیب او خپریدل او نور پوټوشافونه لاس په لاس کیدل هم څرګندوي چې د دشت برچي برید د اسلامي امارت د بدنامۍ لپاره له مخکې پلان شوې طرحه وه، چې له دې ستر جنایت څخه د خپل شوم هدف لپاره کار واخلي
په افغانستان کې د جګړې او بدبختیو عاملين ښکاره دي، هغوی چې نولس کاله يې د عام ولس بی رحمانه وژنه کړې، اوس غواړي لکه د کمونستانو د وخت (خاد) په داسې جنایاتو سره د افغانستان مومن او مجاهد ولس په وړاندې عامه او نړیوال ذهنیت را وپاروي او خپل د سولې ضد دريځ ښکاره کولو ته د بهانې په ډول ترې استفاده وکړي
اسلامي امارت یوځل بیا په تاکید سره توضیح کوي چې د کابل او ننګرهار بریدونه په هيڅ ډول د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري، موږ دواړه پيښې جنایت او ستر وحشت بولو، په کلینیکونو، جنازو اوعامه تاسیساتو حمله کول زموږ په پالیسی کې هيڅکله ځای نه لري
په عین حال کې موږ کلکه غوښتنه کوو چې د دغو بریدونو په اړه دې په جدي او شفاف ډول بی طرفه څیړنه وشي، ترڅو د دغو سترو جنایاتو د عاملینو له تورو مخونو څخه پرده پورته او کلک حساب کتاب ورڅخه واخستل شي
که څه هم طالبانو دغه بریدونه په لومړي سر کې غندلي او په کې لاس لرل رد کړي وو؛ خو له بریدونو څخه د ۳ ورځو په تېرېدو د بیاځل غندلو تفصیلي پیغام څخه جوتیږي چې طالبان تردې وروسته د دوی په هکله د رسنیزو تبلیغاتو په هکله چوپه خوله نه پاتیږي او هڅه کوي چې د خپلو بریدونو په اړه وضاحت او د نورو ډلو بریدونو له پړې څخه ځانونه پاک وساتي.

شریک یي کړئ!