برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د داعش ډلگې شپږ آنلاین مبلغان ونیول شول

آریانانیوز: د ملي امنیت ریاست وايي، چې په کابل کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال، د داعش ډلې ۶ آنلاین تبلیغ‌ کوونکي نیولي دي.



له دغه ریاست څخه په یو خپور شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شویو کسانو د فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام او ټیلیګرام له لارې د داعش ډلګې په ګټه پراخ تبلیغات کول.
سرچینه وايي: “نیول شویو کسانو ماموریت درلود، تر څو په ټولنیزو رسنیو کې د داعش تروریستي ډلې په ګټه پراخ تبلیغات وکړي او له همدې لارې به یې دغې ډلې ته ځوانان جذبول، دغو کسانو اعتراف کړی، چې سلګونه جعلي او مستعارې پاڼې یې جوړې کړې وې”.
دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د داعش ډلې آنلاین مبلغین نیولي دي.
ټولنیزې رسنۍ په ځانګړي ډول فیسبوک په افغانستان کې ډیر کاروونکي لري او د لوستو کسانو سربیره زیات شمیر هغو کسانو هم د فیسبوک پاڼې جوړې کړي، چې لږې او یا هیڅ زده‌کړې نه‌لري.
په اوس وخت کې اکثره افغانان د ټولنیزو رسنیو له لارې معلومات ترلاسه کوي او کله چې کومه پېښه کیږي تر ټولو مخکې فیسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو ته سر ورښکاره کوي.
د ملي امنیت ریاست دغه راز ویلي، چې د ننګرهار ولایت په اړوندو سیمو کې یې د جلا عملیاتو پر مهال، د داعش ډلې لس نور غړي نیولي دي.
خبرپاڼه زیاته وي، چې نیول شویو کسانو د اشخاصو د ترور او له یو ځای څخه بل ځای ته د وسلو او مهماتو، چاودېدونکو توکو او د داعش ډلګې د غړو او کورنیو د انتقالولو مسولیت په غاړه درلود.
د ملي امنیت ریاست ویلي، له دغو کسانو څخه ۱۲۵۰۰زره کیلوګرامه امونیم نایتریت، چې د ماینونو په جوړولو کې ترې استفاده کیږي ترلاسه شوي دي.

شریک یي کړئ!