برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د داعش ډلګې د قوماندان ابوبکر مرستیال او دوه ځآنمرګو بریدکونکی و نیول

آریانانیوز: چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت مؤظفینو د تېرې یوې اونۍ په موده کې د داعش ډلګې د قوماندان ابوبکر مرستیال،په سره رود ولسوالۍ د ډله ییز برید په موخه چمتو شوي دوه بریدګر،تهدیدونکي او د ترهګریزو تبلیغاتو ترسره کوونکو په ګډون وسلوالوکسان یی نیولي دي
د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل د زمري په ۸مه د ملي امنیت په ریاست کې د ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي په ملتیا رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، ملي امنیت ریاست د تېرې یوې اونۍ پر مهال مهمې لاسته راوړنې لري،چې له امله یې د ګڼ شمیر پېښو او تهدیدونو مخنیوی وشو.
هغه زیاته کړه،ملي امنیت د وسله والو طالبانو دوه غړي چې داود او شیرین نومیږي او غوښتل یې چې د موټر بم په وسیله په سره رود ولسوالۍ ډله ییز برید ترسره کړي،چې چمتو شوی موټر یې د خوږیاڼو په نکړخیلو سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې لمنځه یوړل شو او یاد دواړه بریدګر ژوندي ونیول شول .
نوموړي زیاته کړه، د داعش ډلې د قوماندان ابوبکر مرستیال هجرت الله چې په ګڼ شمیر وژنو،انسان تښتونو او نورو جنايي او تروریستي قضیو کې لاس لري،د ملي امنیت ځواکونو له لورې نیول شوی دی .
ښاغلي میاخیل زیاته کړه،د داعش ډلې د قاري سعيد الله په نوم یو غړی،چې په ښار کې مطبعه درلوده او داعشیانو ته یې تبلیغاتي پاڼې چاپولې،د ملي امنیت ځواکونو له لورې لاس په لاس ونیول شو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، د فضل الحق په نوم یو بل تن چې د داعش په نوم به یې خلک ګواښل،له یو تن څخه د پنځوس زره پاکستانۍ کلدارو د اخیستلو پر مهال لاس په لاس ونیول شو.
د هغه په وینا ملي امنیت مؤظفینو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال پنځه نور وسله وال طالبان او یو داعش هم نیولي،چې نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعترافونه هم کړي دي.
د یاد کنفرانس پر مهال نیول شوي داعشیان او وسله وال طالبان د تر لاسه شوو شبنامو سره یو ځای رسنیو ته وښودل شول او هغه ویډیو چې په کې اعترافات ثبت شوي وو،هم رسنیو ته ورکړل شوه .
د ننګرهار ملي امنیت ریاست د هېواد په کچه یواځینی ریاست دی،چې هره اوونۍ تر لسو زیات کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيسي او رسنيو ته ښودل کيږي .

شریک یي کړئ!