برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د داعش ير ضددعملیاتو پیل

آریانانیوز: د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې دا عملیات د داعش ډلې د جنګیالیو له موجودیت څخه د ډیورنډ کرښې ته د څیرمه پرتو سیمو پاکولو په هدف د چهارشنبې په ورځ پیل شوي دي
هغه زیاته کړه: “له اچین وروسته به (دا عملیات) نورو سیمو ته هم وغځول شي د قاطع ملاتړ د ماموریت ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره همکاري کوي”
د اچین ولسوال عاشق‌الله سادات امریکا غږ – آشنا ته وویل، د دغې ولسوالۍ په باندر دره کېبهرني داعشیان هم ځای پر ځای شوي دي
ښاغلي سادات زیاته کړه: “تر اوسه هغو سیمو ته نه یو رسیدلي چې داعشیان په کې اوسېږي، خو احتمال یې شته چې هلته د هغوی کورنۍ هم حضور ولري، د پاکستان د پنجاب، چیچین، ازبکستان او تاجکستان داعشیان هم په دې سیمو کې حضور لري”
د اچین ولسوال د دغو داعشیانو د شمیر په اړه څه ونه ویل، خو د ننګرهار د ملي امنیت ریاست د شمیرو په اساس شاوخوا زر تنه داعش جنګیالي د دغه ولایت د شیرزادو، خوګیاڼيو، پچیراوګام، چپلیار، هسکه مېنه، اچین او نازیانو ولسوالیو په غرنیو سیمو کې حضور لري همدا شان امنیتي سرچینو د ننګرهار په ګاونډ کې د کنړ ولایت په شپږو ولسوالیو کې د داعش د ډلې فعالیتونه تائید کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي