برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د داعش تروریستی ډلګې یو مهم غړۍ ونیول شو

آریانانیوز: د ملي امنیت ریاست وايي، د داعش یو مهم غړی یې په کابل ښار کې نیولی دی.



دغه ریاست د نیول شوي داعشي اصلي نوم عید محمد ښيي، خو وايي چې د اختر محمد او ابوذر په نومونو یې ترورېستي فعالیت کاوه.
د ملي امنیت ریاست وايي، عید محمد چې شل ورځې وړاندې د کابل په اتمه حوزه کې نیول شوی او نن رسنیو ته ورښکاره شو، پر مخابراتو وزارت او د کابل په لوېدیځ کې پر امام زمان جومات د وسله والو حملو په پلانولو کې یې لاس درلود.
عید محمد وویل: مقصد دا و چې په کابل کې امام زمان جومات وولو، زموږ څلور تنه په دې حمله بریالي شول، بیا مې شوق لا ډېر شو او ومې غوښتل چې انتحاري حمله وکړم، راته ویې ویل چې هرات ته لاړ شم او د اهل تشیع خلګو پر یوه جومات حمله وکړم.
د ملي امنیت ریاست وايي چې دغه کس همداراز له داعش سره تازه یوځای شوي کسان له کابله ننګرهار ته وړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي