برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د داعش ترهګرې ډلې سره د دولت د تړاو په اړه د ذبیح الله مجاهد عجیب ادعا

آریانانیوز: د طالبانو ویندوی په یوې اعلامیې کې ادعا کړې چې د داعش ترهګره ډله د حکومت په همکارۍ غواړي خوشې شوي طالب بندیانو باندې برید وکړي.



د طالبانو ویندوی په یوه بیان کې وویل: “داعش ډلې د کابل د استخباراتو ادارې او د زندان د امنیتې پوستو د یو شمیر عسکرو او قوماندانانو په همکارۍ، اراده لري پر هغو موټرو برید وکړي چې د پل چرخي له زندان څخه پاتې بندیان لیږدوي.

مجاهد ویلي چې دا برید د سولې د خبرو ګډوډولو او په بندیانو د غچ اخیستو په هدف دی.

د طالب ویاند اندیښنه څرګنده کړې چې د بندیانو لیږد باید په خوندي او امنیت سره ترسره شي.

حکومتي چارواکو تر دې دمه د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي