برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خوست د ځاځي میدان د ولسوالۍ ځایی اسیدونکی په میړانه دپاکستانې ملیشه ګانو په وړاندی دریدل.

آریانانیوز: د خوست ولايتي چارواکي وايي چې ددغه ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د پاکستانۍ مليشو او افغان ځواکونو ترمنځ ننښتی شوي دي.


د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول، عبدالبصير بينا، په اړه ویلي چې دغه جګړه د ځاځي ميدان ولسوالۍ د مندتې سيمې پريوه امنيتي پوسته تر بريد وروسته پيل شوه. ښاغلی بینا وویل چې پاکستاني مليشو چې ملکي جامې یې اغوستې وې، برید پیل کړ.‌ نوموړي ونه ویل چې پاکستاني ملیشو ولې برید وکړ.‌
د خوست د والي وياند طالب منګل وويل چې په جنګ کې ولسي خلک هم پراخ ګډون کړی و او دواړه غاړې پر يو او بل درنې وسلې وکارولې چې له کبله يې تر اوسه ۷ وسله وال بريد کوونکي او ۳ ولسي خلک وژل شوي دي.
سیمیزو چارواکو دغه راز د یوه افغان سرحدي سرتیري د وژل کیدو خبره تایید کړې ده.‌

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي