برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۳ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خلکو له مرستې پرته د ټولو جنايي پېښو مخنيوی ستونزمن دی

آریانانیوز: د کابل امنيه قوماندان وايي، په يوه مياشت کې يې تر ٤٠٠ ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي او په پام کې لري چې د کابل په پغمان او خاکجبار ولسواليو کې هم عمليات وکړي.


هغه وايي، د کابل په ښار کې د تورو ښيښو او بې پلېټه موټرو او د ناقانونه وسلو ټولولو کار روان دی، د نشه يي توکو د پلور او قاچاق د مخينوي په موخه يې تېره مياشت د ۱۰۵ عملياتو په ترڅ کې د شپږو مېرمنو په ګډون ۲۲۱ کسان د نشه يي توکو لاسي پلورونکي نيولي دي.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان لوی پاسوال سيد محمد روشندل پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو د کابل ښار د اتيا سلنه پوستو پوليس اوس پر ګرځنده ګزمو بوخت دي او امنيتي وضعيت ورسره ښه شوى دى.
دی وايي، د راتلونکي کال لپاره پلان لري چې د کابل ښار ډېر نور ثابت چک پاينټونه پر سيارو چک پاينټونو تبديل کړي، څو په یو ناڅاپي ډول د ښار په ډېرو سيمو کې چک پاينټونه وشي.
روشندل د کابل په ښار کې د جنايي پېښو د کموالي په اړه وويل چې له ډېرې مودې راهيسې پر يو موټرسايکل د دوو کسانو د سپرېدو د مخنيوي په اړه وويل: “موټرسايکل چلوونکي ته اجازه ده چې يواځې خپلې مېرمنې او د کورنۍ ښځينه غړي پر موټرسايکل وړی شي، خو نارينه ته اجازه نشته چې پر يو موټرسايکل دوه کسان سپاره شي.”
هغه زياتوي: “خواه مخواه، د جنايي پېښو څه مشکلات شته، موږ لاسته راوړنې هم لرو او يو څه مشکلات هم شته.”
دی وايي، امنيتي وضعيت د کابل په ولسواليو کې ښه والی موندلی دی او پوليسو يو اوونۍ وړاندې د قره باغ په ولسوالي کې چاڼيز عمليات درلودل چې په پايله کې يې ۱۱۰ ميله بېلابېلې وسلې ونيوې او د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون څو کسان هم وژل شوي دي.
د ده په وينا، د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ پلان لري چې له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه ډېر ژر د کابل په پغمان او خاکجبار ولسواليو کې هم ورته عمليات وکړي.
روشندل وايي، په ښار کې دننه امنيتي وضعيت ښه دى، خو په پنځمه او اتمه امنيتي حوزو کې ځينې ستونزې شتون لري.
هغه وايي: “موږ په تېرو څو مياشتو کې د ترور درې پېښې لرو، يوه قضيه په پنځمه حوزه کې وه چې په تړاو يې څلور شکمن کسان نيول شوي او دوې قضيې په اتمه حوزه کې وې چې په تړاو يې يو کس نيول شوى او دويم تر تعقيب لاندې دي.”
هغه وايي، په تېره سلواغه مياشت کې ۲۰۴ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي او دوسيې يې څارنوالۍ ته استول شوې دي.
دی وايي: “د کميت له پلوه مشکل نه لرو، بلکې موږ د کيفيت پر ښه والي کار کوو، نږدې ۲۰ سلنه پوليسو مسلکي او تاکتيکي روزنه ليدلې، څو د قانون د تنفيذ په برخه کې د هغوی په سلوک او چلند کې بدلون راشي.”
روشندل په دې اړه چې ايا پوليس د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري او که نه؟ وويل: “په ټوله نړۍ کې د نشه يي توکو مخنيوی ستونزمن کار دی، خو زموږ هڅې تر پخوا جدي شوې دي، د کابل پوليسو په تېره يوه مياشت کې د ۱۰۵ عملياتو په ترڅ کې د شپږو مېرمنو په ګډون د نشه يي توکو ۲۲۱ دستفروشان نيول شول دي.”
دي وايي، په دې موده کې ۹ کيلوګرامه هيرويين، ۱۳ کيلوګرام شيشه، درې کيلوګرامه ترياک، ۲۳ کيلوګرامه چرس او يوه اندازه الکولي مشروبات او شپږ موټر نيول شوي دي.
هغه وايي، پوليس د نشه يي توکو د قاچاق او مخنيوي په برخه کې لاسته راوړنې لري او دا هم نه ردوو، ستونزې شته، د کابل ښار له ساختماني پلوه ۸۰ سلنه غير معياري ښار دی او په داسې ښار کې د نشه يي توکو د سل سلنې مخنيوی ستونزمن دی.
ده زياته کړه: “موږ په تېرو پنځو مياشتو کې شاوخوا شپږ پوليس چې د رشوت اخيستو او نشه يي توکو د قاچاق، پېر او پلور کې د لاس لرلو په تور نيولي او دوسيې يې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوې دي.”
روشند وويل چې د کابل په ښار کې د تورو ښيښو، بې پلېټه موټرو او د ناقانونه وسلو د ټولولو لړۍ روانه ده.
هغه وويل: “دا مهال د وسلو ټولولو کمپاين لرو، تقريباً ۸۰۰۰ ميله وسلې چې مجوز لري وېشل شوي؛ چک کوو يې څو قانوني مراحل يې طي کړي او يا د خپلو وسلو مجوز تجديد او يا هم خپلې وسلې د کورنيو چارو وزارت ته وسپاري.”
دی وايي، له پوليسو سره د خلکو د همکارۍ کچه هومره نه ده چې څومره پوليسو توقع لري.
هغه وايي، څو چې له پوليسو سره د خلکو همکاري ډېره نه شي، پوليس نه شي کولای ټولې ستونزې مهار کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي