برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حيرتان بندر د نفتي موادو لسګونو تنقيص شوو کارکوونکو تحصن

د بلخ ولايت په حيرتان بندر کې د نفتي موادو ۲۰۰ تنقيص شوو کارکوونکو د اعتراض په ډول د تحصن خېمه ودروله.



د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د افغانستان د نفتي موادو عمومي رياست په ټول هېواد کې د دغې ادارې ۵۰۷ کارکوونکي تنقيص کړي چې ۲۰۰ تنه يې د بلخ د نفتي موادو ادارې کارکوونکي دي.
د نفتي موادو د عمومي ادارې د يادې پرېکړې په غبرګون کې د بلخ د نفتي موادو ادارې يادو تنقيص شوو کارکوونکو د اعتراض په ډول د تحصن خېمه ودروله او د خپلو حقونو غوښتونکي شول.
تنقيص شوي مامورين وايي، د دوی د منفکۍ لپاره هېڅ ډول قانوني دليل نه دی ورسره شريک شوی.
سيد محمداقا د بلخ د نفتي موادو ادارې تنقيص شوی مامور دی چې د اعتراض په ډول د تحصن خېمه کې ناست دی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دی د سليقوي چلند له مخې له دندې منفک شوی دی.
هغه زياته کړه، له دندې څخه د منفک کېدو په اړه هېڅ ډول دليل ورسره نه دی شريک شوی.
دى وايي: ((زه دلته د کلونو تجربه لرم، نه مې فساد کړی او نه مې رشوت اخيستی؛ خو اوس تنقيص شوی يم، په داسې حال کې چې پر خپلې ګناه هم نه پوهېږم)).
د معترضينو له ډلې څخه د شکريې په نوم يوې مېرمنې هم پژواک ته وويل، چې ظلم ورسره شوی او په غير قانوني ډول تنقيص شوې ده.
د هغې په خبره، د نفتي موادو اداره داسې تصدي ده چې عوايد يې خپل دي او د دوی معاش هم له خپلو عوايدو ورکوي.
نوموړې زياته کړه: ((زموږ اداره خودکفا ده، معاش مو په دولت بار نه دی، چې د راکولو توان يې ونه لري، بلکې د دولت له خوا د مالياتو راکړل شوی ټارګيت نه هم زموږ عوايد زيات شوي دي)).
د غو معترضينو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه غوښتنه شوې چې يې غږ واوري.
د پرېکړه ليک په يوه برخه کې ويل شوي وو: ((که حکومت او رئيس جمهور زموږ ستونزه حل نه کړي، نو حيرتان کې به د نفتي موادو اداره د ټولو پر مخ وتړو)).
په ورته وخت کې د حيرتان بندر د نفتي موادو رئيس د معترضينو غوښتنې مشروع بولي او د نفتي موادو عمومي اداره په دې برخه کې په بې غورۍ تورنوي.
په حيرتان کې د نفتي موادو رئيس عظيم عظيمي پژواک ته وويل، چې د نفتي موادو اداره کې د بدلونونو په تړاو طرحه ولسي جرګې ته سپارل شوې او هلته کې تصميم نيول شوی، چې دغه تغييرات اوس مهال د هېواد په ګټه نه دي.
د هغه په وينا، د نفتي موادو عمومي ادارې پرته له دې چې خپل کارکوونکي په جريان کې واچوي، د يو شمېر کارکوونکو پر تنقيص يې لاس پورې کړی دى.
په بلخ کې د نفتي موادو رئيس وايي، تېر کال کې د ماليې وزارت له خوا دوی ته د ۱۸۰ ميليونه افغانيو ټارګيټ ورکړل شوی و، چې په وينا يې دوی ۲۲۳ ميليونه افغانيو ته د عوايدو کچه لوړه کړې ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي