برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ اسفند , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د جګړې په ډګرونو کې د ملکي تلفاتو 45 سلنه زیاتوالي په اړه د یوناما نوی راپور

آریانانیوز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما په راپور کې ویلي چې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پیل راهیسې د ملکي تلفاتو کچه 45 سلنه لوړه شوې ، چې ډیری یې د چاودنو او هدفي وژنو له امله شوي...


د راپور په وینا ، په 2020 کې ټولټال 8،820 ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي ، چې له دې جملې څخه 3،035 وژل شوي او ۵،۷۸۵ ټپیان شوي دي.

د یوناما د راپور له مخې ، د ملکي تلفاتو 46 سلنه په طالبانو، 8 سلنه په داعش او 22 سلنه یې په امنیتي ځواکونو ملامتې ګڼل شوې دي.

د دې راپور په څنګ کې ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ، ډیبورا لاینز د افغانستان شخړې په خواو غږ وکړ چې د ملکي وګړو د ژوند خوندي کولو لپاره مؤثر اقدام وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې جګړې ته ښکېلې خواوې باید د یوې شېبې لپاره بې پروا نه وي ترڅو د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

دا د دې حقیقت سربیره ده چې یوناما دمخه په ښارونو په ځانګړي توګه په کابل کې د طالبانو لخوا د مدني ټولنې فعالینو او ژورنالیستانو هدفي وژنې په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې و.

شریک یي کړئ!