برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جګړې پر ځای؛ د سیاسي حل تمه

آریانانیوز: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپیو پاکستان ته خپل سفر ګټور بللی دی‎.


د هغه ویاند ناویرت وویل، مایک پمپیو هیله لري چې په افغانستان کې پیل کړې جګړه په سیاسي حل پای ته ورسوي‎. ‎
هغه ویلي، پمپیو باور لري چې په افغانستان کې د دې اوږدې جګړې لپاره د سولې هڅې پیل شوې دي‎. ‎
په وینا يې طالبان باید د خبرو له لارې له دې فرصته ګټه واخلي‎. ‎
په ورته وخت کې د چارو شنونکی او پاکستان مېشتی خبریال رحیم الله یوسف‌زی پر طالبانو د پاکستان فشار د پام وړ نه بولي‎. ‎
هغه وايي طالب مشران پر پاکستان سربېره، څو نورو هېوادونو او افغانستان کې د ننه اوسي، چې د پاکستان فشار پرې کوم اغېز ‏نه لري‎. ‎
دا په داسې حال چې دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکاره ویلز، له طالبانو سره د خبرو لپاره په اړیکه کې ده، چې د ‏ځینو ناستو راپورونه يې هم ورکړل شوي دي‎. ‎
امریکا اوولس کاله وړاندې په همدې میلادي میاشت کې پر افغانستان یرغل وکړ، چې له نهو عمومي قومندانانو بدلولو را بدلولو ‏سره سره يې د جګړې د بریا غږ ونه کړای شو‎. ‎

شریک یي کړئ!