برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جګړې اصلي جرړه امریکایان دي

آریانانیوز: ولسي جرګې پخپله غونډه کې د هېواد په وروستیو پېښو د تبصرو په اوږدو کې پر روزګان او غزني کې پر جګړې هم خبرې وکړې.


په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي په هېواد کې د ټولو بدبختیو اصلي جرړه امریکایان دي.
هغه د جرګې پر ګډونوالو غږ وکړ، چې د نا امنیو اصلي جرړې ته ګوته ونیسي او په وینا يې امریکایان باید له افغانستان ووځي.
بارکزي نورو وکیلانو ته په خطاب کې وویل، تل مو له کافرانو مرسته غوښتې، راځئ لومړی امریکایان وباسو بیا د دې وضعیت ختمولو لپاره زه هم درسره یم.
د ولسي جرګې ځينې غړي وايي په روزګان او غزني کې د جګړې اصلي جرړه حکیم شجاعي دی، خو حکومت پرې پټه خوله دي.
شجاعي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې يې د نیولو حکم شوی و، په سیمه کې مشهور جګړه مار بلل کېږي چې حکومت يې «غیرمسؤل وسله‌وال» بولي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون وايي، په خاص روزګان او د غزني ور څېرمه سیمو کې د جګړې اصلي علت حکیم شجاعي دی.
هغې د غزني استازي ملامت کړل، چې د ولسوالیو تر څنګ حتی د مرکز په سقوط يې داسې غبرګون نه دی ښوودلی، لکه دوو ولسوالیو کې د جګړې په اړه چې ښيي.
تېره ورځ طالبانو د غزني د مالستان ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ، خو حکومت دعوه کوي چې واک يې له دوی سره دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي