برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د جګړو د دوام په اړه خبرداری

آریانانیوز: په کابل کې د روسیې سفیرالکساندر مانتیتسکي دیوی مرګی په ترځ کی وویل؛ داسې راپورونه ترلاسه شوي، چې یو شمېر طالبان به له امریکا سره د سولې هوکړه ونه ومني او جګړې ته به دوام ورکړي. په داسې حال کې، چې د داعش او القاعدې ګواښ هم پخپل ځای دی
روسیه په افغانستان کې له سولې وروسته د جګړو د دوام خبرداری ورکو
په کابل کې د روسیې سفیر له طالبانو سره د امریکا د سولې له خبرو ملاتړ څرګند کړ او د طالبانو له هغه دریځه یې ملاتړ وښود، چې غواړي له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو او استخباراتي مامورینو پر وتلو ټينګار کوي
په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي وایي، چې زمونږ دریځ روښانه دی. له څنګه، چې زمونږ د بهرنیو چارو وزیر ویلي مونږ په بشپړه توګه له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پلوي یو
نوموړي زیاته کړې: دا یوه ‌ډېره پېچلې موضوع ده؛ امریکا هم څو ځلې ویلي، چې په افغانستان کې له شل ډېرې سخت دریځې ډلې هڅې کوي، خو د داعش او القاعدې فعالیت باید له پامه ونه غورځول شي. داسې بريښي، چې جګړه به دوام ومومي، نو د مهارولو لپاره یې ګډ کار ته اړتیا ده
په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو او سولې لپاره په یوه وخت کې کار روان دی. روسیه هم په افغانستان کې سولې ته لومړیتوب ورکوي
ښاغلی الکساندر مانتیتسکي وایي: البته سوله مهمه ده؛ خو دا په افغانانو پورې اړه لري، چې آیا له ټاکنو مخکې سولې ته رسیږي او که نه؟
روسیه د امریکا پخوانۍ سیاله ده او دوه ځله یې په مسکو کې د سولې په اړه د طالب استازیو او افغانانو کوربتوب هم کړی دی وه

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي