برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د جنائي جرمونو ورانکارې ډلې نیول

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ دکورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې وئيلي دي ، په هرات ولایت کې په څو بېلابیلو عملیاتو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاؤ یولس کسان نیول شوي دي .
راپورښئ دغو کسانو په لومړنیو پلټنو کې پر یو شمیر پيښو اعتراف هم کړی او ددوي له منګولو یو شمیر ګاډي او او ځيني تجهیزات هم ترګوتو شوي دي.
له بل پلوه په کابل کې هم په محرابي مشهورکس چې د جنايي جرمونو او غلاګانو کې لاس درلود،نیول شوی .
محرابی د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند قلعچې سیمې د یوه اوسېدونکي د څلور میلیونو پاکستانۍ کلدارو په غلا کې رول درلود او له جرم وروسته د پولیسو تر څار لاندې و؛ چې پرون د پولیسو په یولړ عملیاتو کې د کابل ښار د (۱۶) امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې په یوه ګاډي کې وپيژندل او ونیول شو .
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې په هرات کې دوه تنه د جعلي پیسو په تړو او په کابل کې دوه نور د د وژنې په تړاوهم نیول شوي ول .

شریک یي کړئ!