برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.


د اجنډا مطابق د عدلیې‏ وزارت مسلکي معین د تابعیت د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ، ترڅو یاده طرحه د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د عمومي ریاست او کابیني غړو د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره سمه او پړاونه یې شپړ کړي.

د عدلیې وزارت مسلکي معین د مصئون اسنادو د طبع شرکت د اساسنامې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له بحث او غور وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د مالیې وزارت په همکارۍ دې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر څارنې لاندې یاده طرحه د ونډه لرونکو د محدودیت د رفعې په پام کې نیولو، د بهاداره، حقوقي او محرم اسنادو د چاپ د تفکیک او څرنګوالي، د صلاحیتونو د ورکړې په اړه د انتقالي حکمونو د رعایت او د کابینې د غړو او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست د ټولو نظریاتو په پام کې نیولو سره اصلاح او پړاونه دې بشپړ کړي.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معین او د نفتو او ګازو ادارې رئیس د افغانستان د ګازو او نفتو ادارې د اوبلن ګازو د خرڅلاو طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته مطرح شوی وړاندېز تائید کړ او د افغانستان د نفتو او ګازو اداره یې موظفه کړه چې د دې ادارې په زېرمو کې دې شته اوبلن ګاز د هغې دکیفیت په پام کې نیولو سره پر هغو ادارو چې ورته اړتیا لري په ځانګړي ډول پر کابل ښاروالۍ د مکروریانونو د مرکزګرمۍ د ګرمولو او په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، وپلوري.

د غونډې په بله برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس د لوړرتبه (لومړي او دویمو) بستونو د پړاونو بشپړولو د څرنګوالي راپور غونډې ته وړاندې کړ. دغه راز نوموړي د ملکي خدمتونو د کادرونو د استخدام د ازموینو د پوښتنو بانک پروژې د طرحې په اړه غونډې ته معلومات ورکړل چې کابینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون راپور او وړاندېزونه ومنل.

په همدې ترتیب د یاد کمېسیون رئیس د اداري مراسلاتو د لارښود طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له غور او بحث وروسته د اداري مراسلاتو د لارښود طرحه په پرنیسب کې تائید او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یې موظف کړ چې یاده طرحه د هېواد د نافذه قوانینو مطابق رسمي اصطلاحاتو څخه د استفادې په پام کې نیولو، د هېواد په ټولو اسنادو کې د رسمي ژبو د تصریح او د مراسلاتو د ترتیب په موخه د واحد خط ډول او بڼې په ټاکلو سره سمه او د کابینې د غړو او د جمهوري ریاست د چارو اداري د عمومي ریاست نظریات په طرحه کې له ځایولو وروسته د یاد لارښود د تطبیق لپاره زمینه برابره کړي.

د غونډې په بله برخه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال د تخنیکي مرستې برابرولو د موافقتنامې مسوده د نصب اړوند د ICT خدمتونو د عرضې، عیارولو او شخصي کولو، په افغانستان بانک کې د ملګرو ملتونو GOAML (اپلکیشن) برنامې له تطبیق او روزنې څخه د ملاتړ په خاطر چې ټاکل شوې د افغانستان بانک د مالي استخباراتو (finTRACA)، نشه‎یي توکو سره د مبارزې ادارې او ملګروملتونو د جرایمو سازمان (UNODC) تر منځ لاسلیک شي، غونډې ته مطرح کړه.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د افغانستان بانک موظف کړ چې یاده موافقتنامه د معلوماتي ټکنالوژۍ عالي کمېټې په همکارۍ له شته ظرفیتونو څخه د استفادې د څرنګوالي او د کورنیو متخصصینو د استخدام په پام کې نیولو سره بیا وګوري او د اصلاحاتو او یادې کمیټې له موافقې وروسته د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

وروسته د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس په لشکرګاه ښار کې د احمدشاهي مېنې د پراختیايي پلان د تطبیق په موخه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د (۱۶۴۵،۴۱) جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، د غزني ولایت د زندان د جوړولو په موخه د دې ولایت په مرکز کې د ۲۰جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، د دایکنډي ولایت په شپږو ولسوالیو کې د کرنیزو خدمتونو د ترویجي یونټ د ودانیو د جوړولو په موخه په دې ولایت کې د ۱۱،۵ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، د دایکنډي ولایت په اوو ولسوالیو کې د زندانونو او توقیف خونو د جوړولو په موخه په دې ولایت کې د ۱۳،۲۵ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، د فراه ولایت په مرکز کې د ملي تفریحي پارک د جوړولو په موخه د ۵۰۰ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ په غاسور سیمه کې د فوټبال میدان د جوړولو په موخه د ۱۱،۲۵ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، د پروان ولایت په شینوار ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې ریاست د ودانۍ د جوړولو په موخه د ۱ جریب دولتي بکر ځمکې موازي انتقال، د زابل ولایت په مرکز کې د زابل پوهنتون د تاسیساتو او احاطې د جوړولو په موخه د ۳۲۳ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، د دایکنډي ولایت په مرکز کې د غله‎جاتو د ستراتېژيکې ذخیرې د ګودام د جوړولو په موخه ۴ جریبه (۱۱) بسوو او ۱۸ بسواسو دولتي ځمکې موازي انتقال او د کابل ولایت په دارالامان کې د دارالامان اداري کمپلکس دویم فاز د تطبیق په موخه د ۱۸۲،۹۵ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال غونډې ته مطرح کړ چې کابینې تائید کړ.

د غونډې په بله برخه کې د مالیې وزارت د پالیسۍ معین د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجې په عادي بودجه کې د ۱۳۶،۰۹ میلیون افغانیو او انکشافي بودجه کې د ۲،۰۰۶ میلیارد افغانیو زیاتوالی د ضمیمې په ډول غونډې ته مطرح کړ چې تائید شو.

د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزیر د بین المللي معاهدو اته مورده غونډې ته مطرح کړل چې کابینې تائید کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي