برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ اسفند , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د جرمني حکومت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموريت تمديد کړ

آریانانیوز: د آلمان حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور د 2022 کال د جنوري تر 31 پورې وغځاوه...


د جرمني د حکومت ویاند سټیفن سایبټ وویل نوي تاریخ په افغانستان کې پیچلي وضعیت په پام کې نیولی او د بې ثباته امنیتي وضعیت یا ګواښ په صورت کې د عکس العمل ښودلو لپاره نرمښت هم چمتو کوي.

د هغه په وینا ، د آلمان حکومت د دې نوې پریکړې له مخې به په اعظمي ډول 1300 الماني سرتیري په افغانستان کې پاتې شي.

پریکړه به د تایید لپاره د آلمان پارلمان ته هم واستول شي.

شریک یي کړئ!