برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د تریاکو بیې ټیټې شوي

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د تریاکو دغه نېښ ګر چې تازه له کار څخه فارغ شوي وایي په دوو اونیو کار کې یې دوه نیم زره افغانۍ مزدوري کړې ده.


دوی چې له تیرو دو اونیو راهیسې د تریاکو په کښتونو کې نېښ واهه د خپل کار له مزدوری څخه ناخوښه دي.
د تریاکو د بیو د ټيټ والي په وجه دوی ته په مزدورۍ کې رسیدلي تریاک هومره پيسې نه جوړوي لکه څنګه چي د دوی ورته طمع وه.
د تریاکو نېښ ګر وايې چې څلورنیم کیلو تریاک په ۱۲ زره کلداري پلورل کیږي چې شپږ نیم زره افغانی جوړوي.
د تریاکو د بیو د ټيټ والي یو عامل هم د تریاکو په مارکېټ کې د زیات جنس موجودیت بلل کیږي.
کرونده ګر وايې، سره له دې چې د کال په پيل کې د اورښتونو د کموالي په وجه د تریاکو کښت راکم شو ، خو کرل شویو تریاکو د وروستیو اورښتونو په وجه زیات حاصل ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي