برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بهرینوخواکونو په بمبار کی د یوې کورنۍ ۹غړي ووژل شول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بهرنیانو بمبار د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه ملکي وګړي وژلي.


د راپورونو په اساس، تېره ورځ امریکايي الوتکو د قیصار ولسوالۍ په «شاخ» نومي سیمه کې د ملکي وګړو په کورونو بمبار وکړ چې په ترڅ کې یې د مالي زیانونو تر څنګ د یوې کورنۍ نهه تنه ووژل شول.
په وژل شویو کې «۵» ماشومان «۲» ښځې او «۲» نارینه شامل دي.
ویل کېږي چې؛ تر بمبار وړاندې لومړی ګډو ځواکونو د یادې سیمې په کلي او بازار چاپه ووهله، د کورونو دروازې یې ماتې کړې، درې د موبایل پلورلو دکانونه يې ونړول او «۶» تنه عام کلیوال یې د بندیانو په توګه له ځان سره یوړل.
یاده دې وي چې؛ تر اوسه ګډ حکومت او بهرنیانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو طالبانو د تېر په څېر یو ځل بیا په ګډ حکومت او بهرنیانو غږ کړی څو له ملکي وژنو لاس واخلي کنه؛ له سخت غبرګون سره به مخ شي، له دې سره، سره طالبانو «یوناما» او د بشرد حقوقو کمېسیونونه تورن کړي چې د حکومت او بهرنیانو له لوري په ملکي وژنه «پټه خوله» دي او له ملکي تلفاتو سره سیاسي چلند کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي