برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۹ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بهرنیو عسکرو په وتلو ټینګار

آریانانیوز: دیوراپورله مخی ملا برادر عبدالغني دافغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د وتلو پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا په دوه زره لومړي میلادي کال کښې په افغانستان باندې د یرغل له وخت راهسې تراوسه په دغه هیواد کښې زیات جنایتونه کړي دي او په لسګونو زره بې ګناه انسانان یې وژلي دي .
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي فتر مشر ملا برادر عبدالغني جوته کړه له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ټولو بهرنیو عسکرو په وتلو سره طالبان د جنګ دختمولو په هکله د ولسمشر اشرف غني له حکومت سره موافقې ته رسیږي ځکه چې دواړه خواوې افغانان دي .
طالبانو مخکې هم ویلي وو په داسې بڼه کښې بین الافغاني خبرې اترې مني چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په کامل ډول د وتلو موافقه لاسلیک کړي .
تراوسه په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د تش په نامه د سولې د خبرو اترو یولس پړاونه شوي دي خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړي .
له طالبانو سره د امریکا تش په نامه دماتي خوړلي او بې نتیجې خبرې اترې په داسې شرایطو کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د ملي او د دیني ارزښتونو او ګټو پراساس د سولې د پلان په اجرا کیدا ټينګار کړی دی .

شریک یي کړئ!