برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بهرنیو جګړود پای ته رسولو غوښتنه

آریانانیوز: له امریکا څخه خپرېدونکې مشهوره ورځپاڼه «نیویارک ټایمز» لیکي، چې په افغانستان او عراق کې جنګېدلي امریکايي عسکر او ملکي امریکایان بهرنۍ جګړې بې ګټې بولي او د پای ته رسولو غوښتنه یې کوي
د ورځپاڼې د راپور په اساس، په یادو دواړو هیوادونو کې جنګېدلي عسکر بهرنۍ جګړې د امریکا د پیسو او امریکايي ځواکونو د ژوند د ضایع کېدو سبب بولي او له ولسمشر ټرمپ سره په دې برخه کې همغږي دي، چې باید بهرنۍ جګړې پای ته ورسول شي
راپور زیاتوي، چې ۶۲ سلنه متقاعد امریکايي عسکر او جنرالان او ۶۴ سلنه ملکي امریکایان بهرنۍ جګړې اشتباه بولي او د پای ته رسولو هیله یې لري
امریکایي ولس داسې مهال د بهرنیو جګړو د پای ته رسولو هیله لري، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بیا، بیا بهرنۍ جګړې «ناپایه» او «بې ګټې» بللې او له افغانستان څخه یې د خپلو عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي