برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بهرنیونیواکګرو ځواکونوپه وتلوسره د افغانستان ستونزی حل کیږی

آریانانیوز: وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو خبر ورکړ؛ طالبانو له دې پرېکړې هرکلی کړی او د بهرنیو ځواکو وتل یې د افغانستان د ستونزې حل بللی
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په خپل ټویټر لیکلي «د ټرمپ لخوا په یوه ولسي غون‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډه کې یوځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو ژمنه وشوه او خلکو یې په اوږدو چکچکو او نعرو سره تود هر کلی وکړ. دغه دا ثابتوي چې د افغانستان د اشغال پای ته رسول یو ه ولسي غوښتنه ده.»
شاهین زیاتوي «موږ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان د ستونزې حل بولو او دا دامریکې او افغانستان د ولسونو په ګټه هم دی.»
. د ټرمپ لخوا په یوه ولسي غون‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډه کې یوځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو ژمنه وشوه او خلکو یې په اوږدو چکچکو او نعرو سره تود هر کلی وکړ. دغه دا ثابتوي چې د افغانستان د اشغال پای ته رسول یو ه ولسي غوښتنه ده.
یاده دې وي، چې نن ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې کمپاینې غونډې په مهال وویل، چې بهرنۍ جګړې به پای ته رسوي او عسکر به خپلو کورونو ته راستنوي.
د ټرمپ په خبره، دوی افغانستان ته د مؤقت وخت لپاره سرتېري رالېږلي وو؛ خو په افغانستان کې ددوی په راتګ ۱۹ کاله واوښتل او دا وخت دی چې خپل سرتېري له دې هیواد څخه وباسي. .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي