برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بنګلدیش غوره لیګ بولۍ کې اوه افغان لوبغاړي واخیستل شول

آریانانیوز: د بنګلدیش پریمیئر لیګ د ۲۰۱۹م کال سیالیو بولي تېره ورځ (یکشنبه) ترسره شوه، چې د یو شمېر داخلي او بهرني لوبغاړو په ګډون په کې اوه افغان لوبغاړي هم واخیستل شول.


د افغانستان لخوا په دغو سیالیو کې محمد شهزاد، نجیب الله ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، ظاهر خان، قیس احمد، ګلبدین نائب او وقار سلام خېل ګډون کوي.
دغه اوه افغان لوبغاړي د ۷ بېلا بېلو لوبډلو لخوا په بېلا بېلو کټیګوریو کې واخیستل شول، چې د بنګلدیش غوره لیګ په اووم پړاو کې به خپله جادو ښکاره کوي، ددوی ترڅنګ د سویلي افریقا ستر لوبغاړی او د شل اوریزو سیالیو متخصص توپوهونکی ای بي ډیویلیئرز هم د رانګپور رایډرز لوبډلې لخوا نیول شوی چې د کریس ګېل سره به یوځای په یوه لوبډله کې لوبیږي.
ظاهر خان د کولنا ټایټنز، قیس احمد د راجشاهي کینګز، محمد شهزاد او نجیب الله ځدراڼ د چیټاکانګ وایکینګز، حضرت الله ځاځی د ډهاکه ډاینامیټس، ګلبدین نائب د سیلهت سیکرز او وقار سلام خېل د کومېلا ویکټورینز لوبډلې لخوا واخیستل شول.
په افغانستان غوره لیګ سیالیو کې د حضرت الله ځاځي ځلیدنې د ډهاکه ډاینامیټس لوبډله د نوموړي اخیستلو ته اړ کړه، ځاځي په افغان غوره لیګ کې په یوه اور کې ۶ شپږیزې او په ۱۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه وهلې وه. وقار سلام خېل ځوان ۱۷ کلن افغان لوبغاړی چې توپوهنه کوي هم په لومړي وار د یادو سیالیو برخه ده.
له دې وړاندې په بنګلدیش غوره لیګ سیالیو کې راشد خان، محمد نبي، مجیب ځدراڼ او سمیع الله شینواري هم ګډون کړی و چې سږ کال له دغو لوبغاړو څخه یې یو هم نه دی اخیستل شوی.
محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدراڼ په استرالیا بیګ بیش لیګ سیالیو کې د لوبېدو له کبله په بنګلدیش لیګ کې نه دي اخیستل شوي، مجیب ځدراڼ به په لومړي وار په دغه لیګ کې د بریزبین هیټ لوبډلې لخوا لوبیږي، چې راشد خان د خپلې پخوانۍ لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز سره له وار وړاندې تړون لاسلیک کړی و، دغه لیګ به د دیسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه پېل کیږي.
یاده دې وي چې دغه سیالۍ به د جنوري میاشتې په ۵مه نېټه پېل او د فروري میاشتې په ۸مه نېټه پای ته رسیږي، چې په کې به ۷ لوبډلې برخه اخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array