برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بند امیر لوبډلې بریا

د ۲۰۱۸ زېږدیز کال الکوزي احمدشاه ابدالي (فرسټ کلاس) یا لومړۍ درجې سیالیو پایلوبه چې د بند امیر او امو لوبډلو تر منځ په کندهار کې پیل شوې وه، د بند امیر لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.


هغه مراسم چې په دې اړه د کندهار ښار په کرکټ لوبغالي کې جوړ شوي وو، د کرکټ بورډ د چارواکو تر څنګ د کندهار ولایت مسوولینو ګډون کړی وو.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، بندامیر لوبډله د دویم ځل لپاره د احمدشاه ابدالي سیالیو اتله شوه.
هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو پای لوبه په کندهار کرکټ لوبغالي کې د امو او بندامیر لوبډلو ترمنځ سه شنبه پیل شوې وه چې نن شنبه پای ته ورسېده.
د ده په خبره، د لوبې پچه امو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، امو په لومړي اېننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو۲۸۰ منډې جوړې کړې چې ۸۹ منډې لوبډلمشر مراد مرادي ترسره کړې او بندامیر ته ۵ ویکټې فرمان الله واخیستې.
دی وايي، بندامیر په دویم اېننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۷ منډې جوړې کړې چې ۱۳۴ منډې اصف موسی زي او ۱۲۲ منډې لوبډلمشر ضیاءالحق ترسره کړې او امو ته ۴ ویکټې عبدالواسع واخیستې.
نوموړي وویل، امو په دویم اېننګز د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۴۲۰ منډې جوړې کړې او بندامیر ته یې د بریا لپاره د ۲۹۴ منډو هدف ورکړ، امو ته په دویم اېننګز کې ۱۵۵ منډې فضل ځاځي جوړې کړې او بندامیر ته ۵ ویکټې فطرت الله واخیستې.
د هوتک په وینا، بندامیر لوبډلې په خپل دویم اېننګز کې د لوبې په پنځمه ورځ د ورځې تر پایه ۱۸۰ منډې جوړې کړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځېدل، بندامیر لوبډلې د لومړي اېننګز د برلاسي (لیډ) په اخیستلو سره امو ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸ کال الکوزی احمدشاه ابدالي (فرسټ کلاس) سیالیو اتلوالي یې د دویم ځل لپاره خپله کړه.
د امو لوبډلې لوبډلمشر ضیاءالحق چې د پايلوبې په دواړو اېننګزونو کې یې ۱۴۴ مندې جوړې کړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی، عبدالواسع چې د ۵۴ ويکټو او ۳۶۸ منډو جوړولو سره د سیالیو غوره لوبغاړی، دروېش رسولي د ۱۰۷۳ منډو جوړولو سره غوره توپ وهونکی او حمزه هوتک د ۶۷ ویکټو په اخیستلو سره د سیالیو غوره توپ اچوونکی ونومول شو.
د سیالیو د پای په مراسمو کې د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي هم ګډون کړی و، نوموړي په خپله وینا کې د بند امیر لوبډلې ته مبارکي وویله او د سیالیو تنظیموونکي یې وستایل چې دغه سیالۍ یې په بریالیتوب سره په څلورو لوبغالو (خوست، کونړ، ننګرهار او کندهار) کې ترسره کړې.
خو ده وویل، دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې په دې کچه د سترو سیالیو پایلوبه تر سره کېږي.
هغه د کندهار د کرکټ لوبغالي د پراختیا ژمنه وکړه او ویې ویل، کرکټ بورډ به ډېر ژر د لوبغالي د احاطې دېوال، د نندارچیانو لپاره د ناستې نور ځایونه، مېلمستون، اکاډمي او نور اړوند ملحقات جوړ کړي چې دغه لوبغالی به په یوه معیاري لوبغالي بدل شي.
ستانکزي په کندهار کې د ورته نورو سیالیو د جوړولو خبر ورکړ او ویې ویل، په کندهار کې د دغسې سترو سیالیو تر سره کېدا دغلته د کرکت بورډ او کرکټ لوبغاړو وړتیاوې لوړوي چې د دې سیمې کرکټ به ډېره وده ورسره وکړي.
د ګټونکې لوبډلې بند امر لوبډلمشر ضیاء الحق پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې له خپلې لوبډلې سره کندهار ته راغلی او د دغو سیالیو پایلوبه دوی ګټي.
مراسمو ته د کندهار چارواکو هم ویناوې وکړې، د کرکټ بورډ دغه اقدام یې وستایه او دغلته یې د کرکټ د ودې په موخه د لوبغالي د پراختیا او پرمختیا غوښتنه وکړه.
په یادو شوو سیالیو کې امو، بند امیر، مس عینک، سپین غر، بست او کابل زونونو لوبډلو ګډون کړی و.
په کور دننه فرسټ کلاس لوبې په نړیوال کرکټ کې د ودې لپاره اړینې ګڼل کېږي.
د کرکټ له اصولو سره سم، هغه څلور ورځنۍ لوبې چې په نړیواله کچه تر سره کېږي، ټېسټ لوبې یې بولي، خو که په همدغه چوکاټ کې په کوردننه تر سره شي، فرسټ کلاس کرکټ لوبې ورته وايي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي