برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بدني ښکلا اتل احمد رضا محمدي

آریانانیوز: د بدني ښکلا ملي فدراسیون وايي: د بدني ښکلا اتل احمد رضا محمدي، چی ځو ځله د ایران تر رپي لاندې نړیوالو سیالیو ته وتلی؛ اوس یې پرېکړه کړې، چې لدی وروسته به د افغانستان تر درې رنګه رپي لاندې خپلې نړیوالې سیالۍ تر سره کوي.
دی، چې له آره افغان دی او له کلونو راپدیخوا په ایران کې ژوند کړی؛ د بدني ښکلا فدراسیون له مسوولینو سره یې په خبرو کې منلې، چې لدی وروسته به د افغانستان د درې رنګه رپي لاندی د بدني ښکلا په بهرنیو سیالیو کې د اهېواد لپاره ننداریز ډګر ته وردانګي.
احمد رضا محمدی پر ۲۰۱۷ کال د آسیا د بدني ښکلا په ننداریزو سیالیو کې د ۱۰۰ کیلو کرام وزن په پورته کولو اتل شو او د سروزرو مدال یې تر غاړې کړ.

شریک یي کړئ!