برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د انسان تښتوونکیو یوه ډله نیول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د هرات ولایت پولیسو د انسان تښتوونکیو یوه ډله، چې په دې ولایت کې یې د انسان تښتونې مشري لرله؛ نیولې ده
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ دې درې کسیزې ډلې د تښتونې په بېلابېلو پېښو کې لاس درلود او څه موده دمخه یې د ګذرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو صراف هم برمته کړی و.
یاد کسان له څه وخت راپدیخوا د پولیسو تر څار لاندې ول، چې دا دی د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په ده تپه کلي کې د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو دپه ګډو کې ونیول شول.
له نیول شویو انسان تښتوونکیو څخه دوه قبضې لاسي بمونه، ۲۴۳۰۰۰ نغدې افغانۍ، یو شمېر نظامي تجهیزات، مهمات او یو موټر ترلاسه شوي دي.

شریک یي کړئ!