برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې 8 ولسي وګړي ووژل شول

آریانانیوز: د لوګر ځيني چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې اته تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.



د دغو چارواکو په وینا، دغه هوايي برید د یکشنبې په شپه د لوګر ولایت بره‎کي برک ولسوالۍ کې ترسره شوی.
دغه چارواکي وايی چې په دغه برید کې دوه کورونه په نښه شوي چې د درې ښځو په ګډون شپږ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
د بره‎کي برک ولسوال ویلي چې د دغې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی سلیم نعیمي وايي چې په دغه برید کې د یوه ماشوم په ګډون نهه ولسي وګړي وژل شوي دي. د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي