برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امنیتي ځواکونو د خوراکي توکو په قراردادونو کې پراخ فساد شوی

ولسي جرګه وايي، د امنیتي ځواکونو د خوراکي توکو په قراردادونو کې پراخ فساد شوی دی.


د دوی په وینا عسکرو ته د خوراکي توکو د پر وخت نه رسېدو له امله، ځینې عسکرو ژوند له لاسه ورکوي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون وويل، د خوراکي توکو د نه رسېدو له امله ګڼې قرارګاوې د طالبانو لاس ته پرېوتې دي.
هغه د نمونې په توګه د کورنیو چارو وزارت یاد کړ، چې د پولیسو د خوراکي توکو په قرادادونو کې له څلورو کلونو راهیسې میلیاردونه افغانۍ قرضدار دی.
د کابل استازي الله ګل مجاهد هم ورته څرګندونې وکړې، خو د هغه په خبره کورنیو چارو وزارت له دریو کلونو راهیسې قرضدار دی.
د غزني ولایت استازي عارف رحماني وویل ګڼ عسکر د خېټې ډکولو په لاره کې مري، د ده په وینا هغوی په پوسته کې یو غړپ اوبه نه شي پیدا کولی.
رحماني وايي پولیس په تلویزونونو کې پرلپسې نارې وهي، چې ډوډۍ نه لري، اوبه نه لري؛ خو څوک يې غږ نه اوري.
د شنونکو په باور په پوځي برخه کې د حکومت کم پامي د دې علت شوې ده، چې دولتي ځواکونه د جګړې روحیه له لاسه ورکړي او ډلې ډلې وسلې پر ځمکه کېږدي

شریک یي کړئ!