برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امنيتي عسکرو د هاوان په مرمۍ ۶ ماشومان وژل شوي

آریانانیوز: روزګان ولايت کې په يو کور د امنیتي ځواکونو له لوري توغول شوي د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې شپږ تنه ماشومان وژل شوي دي او دوه نور ټپيان دي.


دغه پيښه تيره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې امنيتي ځواکونو د طالبانو په لوري د هاوان مرمۍ توغولې وه چې په يوه کور وغورځېده.
د روزګان د والي وياند نويد افغانزوی وويل چې په دغه سيمه کې د هاوان مرمۍ لګېدلې ده چې ګڼو ماشومانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده خو کره شميره يې ونه ښوده.
نويد وويل چې په دغه سيمه کې له طالبانو سره جګړه روانه ده او بايد په داسې حال کې د سيمې اوسېدونکي د جګړې له ځای څخه ځانونه خوندي سيمو ته وباسي.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې دغه وژل شوي ماشومان د امنيتي ځواکونو له لوري په توغول شوي هاوان مرمۍ لګيدلي دي.
د وژل شويو ماشومانو پلار ابراهيم هم وويل چې پيښه يې کې يې د کورنۍ پنځه نجونې او يو هلک وژل شوي چې د ټولو عمرونه له ۱۲ کالونو څخه زیات نه وو او دوه نور کوچنيان ټپيان دي، ابراهيم له دولت څخه وغوښتل چې مسؤلو عسکرو ته سزا ورکړي تر څو په راتلونکې کې دا ډول پيښې رامنځته نشي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي