برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امنيتي حوزې د امر په ګډون نهه سرتيري ووژل شول

آریانانیور: د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي چې طالبانو تيره شپه د غزني ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د زنخان او انتن په امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې تر سهاره يې دوام وکړ او د حوزې د امر مجيب الرحمن محمودي په ګډون نهه تنه امنيتي سرتيري يې وژلي دي.


نوري ويلي دي چې په دې بريدونو کې شپږ امنيتي سرتيري ټپيان شوي هم دي چې د څلورو سرتيرو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
بل لور ته د غزني د ولايتي شورا غړی غلام حسین چنګيزي بيا وايي چې د طالبانو په بريدونو کې ۱۶ امنيتي سرتيري وژل شوي دي او شپږ نور ټپیان دي.
طالبانو هم د بريدونو مسؤليت منلی او ويلي يې دي چې په غزني کې يې د امنيتي ځواکونو په دوو پوستو بريدونو کې ۱۶ سرتيري وژلي دي.
په غزني ولايت کې تر دې وړاندې هم په امنيتي ځواکونو د طالبانو له لوري بريدونه شوي دي.
بايد وويل شي چې د غزني د خواجه عمري، اجرستان او ناوې ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او همدا راز د غزني چارواکي وايي چې ددې ولايت د اندړ، ګيرو او ده يک ولسوالۍ د طالبانو له لوري له سختو امنيتي تهديدونو سره مخ دي.
غزني ولايت د افغانستان يو له نا امنه ولايتونو څخه دی چې تير کال طالبانو ددې ولايت مرکز سقوط کړ او تر شپږو ورځو پورې يې د غزني ښار په خپله ولکه کې اخيستی و.

شریک یي کړئ!